اخبار

د مشرانو جرګې د اقتصادی کمیسیون رئیس او غړو یی دنفتی موادو او مایع ګازو د تصدۍ عمومی ریاست څخه لیدنه وکړه

14543938_658851670954615_2939586804694337637_o
نویسنده: Atal Wardak

دنفتی موادو او مایع ګاز عمومی رئیس ډاکټر ولید تمیم راغلی پلاوی چی په ترکیب کی یی ښاغلی صالح محمد داقتصادی کمیسیون رئیس او ددغه کمیسیون دوه تنه غړی شامل وو، په ګډه سره د ریاست په انګنړ کی د مایع ګازو ذخیره او په دغه اداره کی ترسره شویو پرمختګونو څخه لیدنه وکړه.
وروسته دښاغلی تمیم په کاری دفتر کی یو ځانګړی ناسته ترسره شوه چی په ترڅ کی یی یاد پلاوی ته ترتیب شوی پریزینټیشن وړاندی او ددی اداری د تازه لاسته راوړنو په هکله مالومات ورکړل شول.
په پای کی د مشرانو جرګې د اقتصادی کمیسیون رئیس ښاغلی محترم صالح محمد او ورسره مل پلاوی
د نفتی موادو او مایع ګازو په عموم ریاست کې د غوره مديريت، اداري فساد په وړاندې دجدي مبارزې او دښو لاسته راوړنو ستاینه وکړه او ژمنه یی وکړه چی دی اداری سره هر راز همکاری ته چمتو یو.
14543938_658851670954615_2939586804694337637_o

About the author

Atal Wardak

ابراز نظر نمایید