دنفتی موادو مایع ګازو د ملی تصدۍ عمومي

13631520_625633934276389_2545353207655231966_n

دنفتو او مایع ګازودملي تصدۍ عمومي رئیس ښاغلي ډاکټر ولید تمیم نن د غرمی وروسته د خپل کار په دفتر کې دسرحدونو او قبایلو چارو وزارت د مالي او اداري معین ښاغلي سید احمد حقبین سره ولیدل، ښاغلي حقبین د نفتو ګاز د ملي تصدۍ په اصلاحاتي بهیر خوښي وښوده او د رئیس ښاغلي ډاکټر ولید تمیم هر اړخیزې مسلکي، متعهدانه هلې ځلې او لاسته راوړنی یې وستایلی، په همدې ترتیب ښاغلي تمیم خوښي سرګنده کړه او زیاته یې کړه دملي اقتصاد په پیاوړتیا کي هغه پراختیايي پروګرامونه چی اغیزمن ثابتېږی مخته روان دي او هیڅ ډول ګواښ نشي کولای چې ددی پرمختګ مخه ډب کړي . نیټه: ۶ / زمری / ۱۳۹۵

13631520_625633934276389_2545353207655231966_n

 

ابراز نظر نمایید