د افغانستان او ایران د اقتصادي کمېسیون پنځمه غونډه ترسره شوه!

13921073_630323107140805_1606031940343852053_n

دغې دوه ورځنۍ غونډه کې د ګمرکونو، انرژۍ، د ترانزیټي او ترانسپورټي اسانتیاوی او تحصیلي بورسونو په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو د پراخیتا په څرنګوالي خبرې اترې وشولی.
دافغانستان اسلامی جمهوریت د مالیی وزیر ښاغلي اکلیل حکیمی دافغانی پلاوی مشری په غاړه درلوده، دنفتو او مایع ګازو د ملي تصدۍ عمومي رئیس ښاغلي ډاکټر ولید تمیم چی دپلاوی سره مل وو د افغانستان او ایران د اقتصادي کمېسیون په پنځمې غونډه کې برخه واخسته.
دغونډې په ترڅکی دنفتی موادو او مایع ګازو عمومی رئیس ښاغلي ډاکټر ولید تمیم، دګمرکاتو عمومی رئیس ښاغلي احمد رشاد پوپل او دترانسپورت وزارت بهرنیو اړیکو رئیسه اغلی فوضیه احسانی په ایران که د افغان میشته سوداګرو سره ځانګړی ناسته درلوده. ایران میشته افغانی سوداګرو خپلی ستونزی محترم پلاوی سره شریکی کړی او دلا اسانتياءووغوښتنه یی وکړه.
ښاغلي ولید تیم ایران میشته افغانی دتېلو سوداګرو ته ډاډ ورکړه او وویل: له هر اړخیز فساد سره مبارزه خپل ملي او ایماني رسالت بولو اړ یو چې هیواد ته د واردیدونکو تېلو او ګازو په برخه کې ټول جدي او لازم اقدامات ترسره کړو او ستاسو بامسوولیته سوداګرو څخه هیله لرم چی خپله ملي وجیبه اداء کړي او دهغو تېلو له راوړو څخه ډډه وکړي چې په سُربو او سلفرو ککړ وي او هره لحظه زموږ د خلکو ژوند او اقتصاد له ګواښ سره مخ کوي.
ښاغلي تمیم د ایران اسلامی دولت څخه مننه وکړه چی افغانی سوداګرو ته لازمی اسانتیاوی برابر کړی دی او سرګنده یی کړه موږ له ایران سره کولای شو دنفتی موادو، اوبلن ګازو، صنایع، مالدارۍ، کرنې او بڼوالۍ په برخو کې زښته زیاتې همکارۍ ولرو. ځکه چې موږ له ایران سره ډېر مشترکات لرو او په یوې ژبې خبرې کوو او دغه مشترکات د دې لامل کېږي چې زموږ ترمنځ سوداګري په اسانۍ سره ترسره شي
.

13921073_630323107140805_1606031940343852053_n

 

ابراز نظر نمایید